- مطابق
خبر:
د امریکا په حکومت کې د لویو سازمانونو د مشرانو او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ د هغه تصمیم پر سر ناندرۍ روانې دي، چې امریکایي ځواکونه به له سوریې څخه وباسي او ترکي ځواکونه به یې ځای ونیسي.
واشنګټن پوست لیکي:
سناتور لیندسی او ګراهام د پنجشنبې په ورځ د ټرمپ پر هغه تصمیم نیوکه وکړه، چې له شمالي سوریې څخه به امریکایي ځواکونه وباسي. دی زیاتوي: «دا د ټرمپ د ولسمشرۍ یوه ډېره لویه تېروتنه ده.» په همدې ډول په تالار کې دریو نورو لوړپوړو جمهوري غوښتونکو پر ترکیه باندې د بندیز لګولو په اړه خبرې وکړې، چې د دوی د متحدینو (کردي ځواکونو) پر وړاندې نظامي بریدونه کوي.
ګراهام د ټرمپ یو له پیاوړو ملاتړو څخه و، خو دغه ملاتړ یې هغه وخت له لاسه ورکړ، چې ټرمپ له سوریې څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو ناڅاپي پرېکړه وکړه. دغې پرېکړې د ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکو پراخه غبرګونونه راوپارول. پنجشنبه د کوردانو پر وړاندې د ترکي ځواکونو بریدونو زور واخیست. ګراهام د چارلستون په سيټېډل نظامي کالج کې د خبري کنفرانس پر مهال د ټرمپ پر پرېکړې او د ترکيې پر ولسمشر اردغان سختې نیوکې وکړې.
دی زیاتوي: «ولسمشر هغه خلک یوازې پرېښودل، چې له موږ سره یې د داعش په له منځه وړلو کې مرسته کړې وه. په سوریه کې ستونزې لا پسې زیاتېږي او کله چې له ولسمشر څخه اورم چې له سوریې څخه وځو، نو فکر کوم چې زموږ لپاره دا پرېکړه د اوباما له تېروتنې څخه هم خطرناکه ده. کله چې اوباما عراق پرېښود، ټولې لاسته راوړنې مو له منځه لاړې؛ محترم ولسمشره! که چېرې فکر کوې چې داعش یوازې اروپا ته خطر دی، نو ښکاري چې داعش مو په ښه توګه نه دی پېژندلی. داعش یوازې تر اروپایانو پورې نه تم کېږي، بلکې هڅه کوي پر موږ ټولو پسې راشي....»
پر همدې مهال د مجلس دریو لوړپوړو جمهوري غوښتونکو، د اقلیتونو مشر کوین مکارتي، ویپ استیو اسکالیز او د لیزچیني د کنفرانس رییس (وویو) وویل، چې دوی او د دوی د GOP په لسګونه مرستیالان به داسې قانون جوړ کړي، چې پر امریکایي متحدینو (کردي ځواکونو) د ترکيې له خوا روانو بریدونو باندې بندیزونه ولګوي.
تبصره:
امریکایي سناتور لیندسي اوګراهام پر خپلو پخوانیو مشرانو نیوکو ته دوام ورکوي او وایي: «ولسمشر ټرمپ هم په سوریه کې له هغه سیاسي فشار سره مخ دی، کله چې اوباما په کورنۍ او نړیواله کچه په عراق او افغانستان کې لاس او ګرېوان و. د سیناتور اوګراهام نیوکې د ټرمپ پر اداره یوازې د دوی غږ نه و، بلکې د ټرمپ له پلانونو سره د ټولو امریکایي سازمانونو مخالفت په ډاګه کوي؛ ځکه په کانګرس کې د ګراهام له څرګندونو څخه په پراخه کچه ملاتړ وشو.
په سوریه کې د امریکا اصلي موخه د داعش له منځه وړل نه و. د داعش شتون په مصنوعي ډول دوام وکړ، ترڅو امریکا د خپلې لاسوهنې لپاره پلمه جوړه کړي. د امریکا اصلي موخه په سوریه کې د انقلاب ناکامول وو، چې د سیمې د ځینو قدرتونو په بشپړې همغږۍ سره وشول. په دغو قدرتونو کې مهم یې روسیه، ایران، ترکیه، سعودي، امارات او اردن هېوادونه وو، چې هر یوه د بل پر وړاندې د بېلابېلو سیمو د لاسته روړلو په بدل کې توزان ساته. امریکایي ځواکونو هم هلته وو، خو شمېر یې د افغانستان او عراق په پرتله ډېر کم و.
امریکا له شک پرته چې د نړۍ زبرځواک او تر ټولو ښه نظامي قدرت لري. داسې وسلې لري، چې د بشر په تاریخ کې ساری نه لري. دا چې امریکا د اروپا، آسیا او افریقا له لویو وچو څخه لرې د نړۍ په بل لوري کې پرته ده او کله چې له دومره لرې واټن څخه لاس په کار کېږي، نو ځواک یې کمېږي. په اصل کې د امریکا نظامي وړتیا په سمندریز ځواک کې ده او په وچه کې له زیاتو ستونزو سره مخ کېږي. اوس په اسلامي امت کې د مسلمانانو بېرته راژوندي کېدو امریکا وېرولې، چې جهاد ته ژمن دي. په عراق او افغانستان کې له یوې لویې نظامي فاجعې څخه وروسته له هر ډول امکاناتو ګټه اخلي، ترڅو په اسلامي خاورو کې وېره او وحشت خپور کړي.
امریکا په دې نظر ده، چې د سوریې انقلاب کمزوری شوی او ټرمپ یې هڅولی چې خپل ټول پخواني نظامي ځواکونه وباسي. په دې سره به بهرنۍ جګړه ختمه کړي او ځان به دې ته چمتو کړي چې د راتلونکي کال په ټاکنو کې خپله بریالۍ بهرنۍ پالیسي د کمپاین په توګه وکاروي. امریکایي سازمانونه بیا په دریو دلیلونو د امریکایي ځواکونو وتلو ته لېوال نه دي: لومړی، سوریې ته د ترکي ځواکونو ننوتل به بېرته هغه توازن له منځه یوسي، چې د امریکا په هڅو په دغه هېواد کې جوړ شوی و او تر څنګ به یې د اېران او روسیې ایستل ستونزمن کړي. دوهم، د ترکیې پراخېدل ښایي سیمه ییز توازن ختم کړي، ځکه سوریه او عراق اوسمهال تر ترکيې کمزوري دي. درېیم، امریکایي سازمانونه په سوریه کې له یوې لسیزې ډېرې پانګې اچونې وروسته غواړي، چې په سوریه کې دایمي اډې ولري او په هېڅ قېمت به د ځواکونو بشپړ وتل ونه مني. ټرمپ به په ناچارۍ له امریکایي سازمانونو سره د اوباما په څېر جوړ راشي. غربي ازاده ډموکراسي یوازې بهرنۍ ښکلا لري او یوه خیالي تیوري ده، حتا په خپله سرچینه (یونان) کې هم حقیقت نه لري. د لویدیځ د حکومتولۍ نظام په اصل کې پانګوال دی او یو ډېر کوچنی کس یې د خپلو ګټو لپاره ترلاسه کولی شي. پر هغو چارواکو ډېر فشار وي، چې خلکو ته خدمت کوي؛ خو د لویدیځ د حکومتولۍ نظام د قدرت په وېشلو کې ډاډه وي او په دې اند دي چې اجرائیه قوه تل د مقننې یا قضایي قوې له خوا کنټرولېږي.
د الله سبحانه وتعالی له ژمنې سره سم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په تګلاره د خلافت په بیا تاسیس سره به نړۍ په نږدې راتلونکي کې د یوې سترې حکومتولۍ او بهرني سیاست شاهده وي. خلافت ته د ټول د واک په سپارلو سره به د ظالمانو مخنیوی وشي او بهرنۍ پالیسي به د شخصي ګټو پر بنسټ نه وي. د اسلامي خلافت یوازینی کورنی فشار به د اسلامي امت په حق کې محاسبه وي، چې هېڅکله به ور څخه پر شا نشي او تقوا به یې دغه کار ته نه پرېږدي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:
﴿وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللّهُ إِلَيْكَ﴾
[مائده: ۴۹]
ژباړه: نو ته د الله سبحانه وتعالی له نازل کړي قانون سره سم د دغو خلکو د چارو فیصله وکړه او د دوی د غوښتنو پیروي مه کوه. پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وانه چوي او له هغه هدایت څخه دې یوه زره هم وا نه ړوي، چې الله سبحانه وتعالی در ته لېږلی دی.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
د فایق نجاح له خوا